د پروان ولايت په سالنګ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا د ستنو تخريبوونکي نيول شوي دي. باختر اژانس د پروان د امنيه قومندانۍ د مطبوعاتي مسوول کامران حبيبي له قوله ويلي چې د سالنګ ولسوالۍ امنيتي مسوولينو نن د برېښنا د ستنو د تخريبولو په تور دوه تنه نيولي دي. سرچينې زياته کړې چې نيول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی. يادو کسانو پرون شپه په سالنګونو کې د وارداتي برېښنا دوې ستنې په بمونو والوځولې چې له کبله يې کابل او يوولسو نورو ولايتونو ته د وارداتي برېښنا جريان پرې شوی دی. د برېښنا شرکت ويلي، هڅه کوي چې د نن ورځې تر پايه ۱۵۰ ميګاواټه برېښنا په موقتي ډول وصل کړي.
































