واشنګټن ایکزماینر په یوه اوږده مقاله کې لیکي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ستره کمزوري دا ده چې ایران د لبنان له حزب الله په ملاتړ تورنوي او بندیزونه ورباندې وضع کوي، خو لا پاکستان دې ته نه اړباسي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي. دغه نشریه په یوه اوږده مقاله کې لیکي پاکستان ځان د ترهګرو قرباني بولي خو په اصل کې د ترهګرو ستر ملاتړی دی. د سرچینې په حواله پاکستان یوازې د هغو وسله والو پر ضد جګړه کړې چې د ازادۍ په لټه کې دي او د پاکستاني حکومت پر وړاندې اقدامات کوي. په مطلب کې وړاندې راځي د پاکستان حکومت او استخبارات د طالبانو په اړه هر اړخیز معلومات لري، ددوی مشران، مرکزونه او پټنځایونه ورته معلوم دي او لا یې هم ملاتړ کوي. واشنګټن ایکزماینر لیکي د یوه هېواد له ملاتړ پرته ترهګرې ډلې ان څو میاشتې هم دوام نه شي کولی. سرچینې پر امریکا غږ کړی چې په پوره قوت پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو له ملاتړه را وګرځوي. د مطلب په پای کې راځي دا بیخي سمه خبره ده چې د افغانستان د سولې لار تر کندوز او کندهار ډېره له اسلام اباد، کوټې او میرانشا تېرېږي.
































