د میدان وردګو ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په خبره، دا پېښه د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي. چارواکي وایي چې ټپیان نږدې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د پېښې د رامنځته کېدو علت د لارې خرابوالی او د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































