د افغانستان ا.ا رییس الوزرا د کوچني اختر په مناسبت خپله وینا کې ویلي چې په تېرو څو کلونو کې د اخترونو پر مهال به افغانان درې ورځني اوربند ته خوشحاله کېدل مګر اوس په ټول هېواد کې سراسري امن او سوله ټینګه شوې ده نو افغانان باید شکر وباسي. د هغه په خبره، ا.ا ځان د افغانانو خدمت کوونکی بولي او ټوله هڅه یې دا ده چې په هېواد کې روانې ناخوالې کنټرول او یوه بسیا او خوندي راتلونکې افغانانو ته برابره کړي. د ویلو ده چې دا واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې د اختر د لمانځه پر مهال د کومې امنیتي پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.
































