د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ویلي چې که څه هم روسیې د اوکراین په جګړه کې تر اوسه پورې ۲۳ زره پوځیان له لاسه ورکړي دي خو بیا هم د نویو سرتېرو په جذبولو سره یو ځل بیا پر اوکراین برید ته چمتووالی نیسي. نوموړي ټینګار کړی دی چې څو پورې یو اوکرایني وګړی ژوندي وي نو روسیې به یې خپلو موخو ته ونه رسېږي ځکه د ده په خبره، اوکراینیان خپلواک خلک دي او پر ځان د بل هیچا واکمني نه شي منلی. روسیې بیا د خپلو پوځیانو د تلفاتو په اړه د زلنسکې څرګندونې خندوونکې بللې دي او زیاته کړې یې ده چې زلنسکې په دې ډول څرګندونو یوازې خپل ځان او خپل جنګیالي غولوي.
































