د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي طالبان او افغان حکومت دواړه باید د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه خبري غونډه کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ له وروستي جوړجاړي هرکلی کړی دی. دده په خبره دا یو مثبت پرمختګ دی او اوس ددې وخت دی چې دوی د سولې او بین الافغاني خبرو د پيل لپاره هڅې وکړي. مایک پمپیو وايي دا ډېره اړینه ده چې طالبان او افغان حکومت دواړه تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره هڅه وکړي. دده په وینا په افغانستان کې سولې ته رسېدل ګران هدف دی خو باید ټوله هڅه وشي چې تاوتریخوالی کم او د سولې خبرې پيل شي.
































