د کابل والي ویلي، چې د کرونا ناروغۍ خپرېدو د لا ډېر مخنیوي په موخه د اختر په ورځو کې په کابل ښار کې پر تګ راتګ بندیز لګول کېږي. د کابل والي له کابل ښاریانو غوښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له تګ راتګ ډډه وکړي. نوموړي ویلي، هېڅوک حق نه لري، چې د اختر په ورځو کې د میلو او ساعترۍ لپاره تفریحي ځایونو ته لاړ شي او له ضرورت پرته په ښار کې تګ راتګ وکړي. کابل والي داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي، چې له دې مخکې کې هم په کابل ښار کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه ګرځبندیز لګېدلی و، خو تر ډېره په سم ډول عملي نه شو.
































