ایران وایي افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت اړتیا ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ټلیفوني مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او روان وضعیت خبرې کړې دي.
عبدالهیان ویلي چې په افغانستان کې د یوه پراخ او ټولشموله حکومت اړتیا ده او باید دلته د دایمي ثبات د راتګ لپاره هڅه وشي. په دې مکالمه کې همدا راز پر دوه اړخیزو اړیکو او له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه هم خبرې شوې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي چې افغانستان د یوه ټولشموله حکومت جوړېدو ته اړتیا لري او په خبره یې له روان وضعیت د وتلو لپاره افغانستان د سیمې د هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري. دده په خبره ایران تل له افغانستان سره په بېلو برخو کې همکاري کړې ده او افغان لوری یې منندوی دی.































