ټاکل شوې د بریتانیې صدراعظم بوریس جانسن د اوکراین سره د ۳۰۰ میلیونه پونډو نظامي مرستو اعلان نن د هغه هیواد پارلمان ته د وینا پر مهال وکړي. د جانسن دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا خبرې به د ویډیو کنفرانس د لارې وشي او صدراعظم به اوکراین د مقاومت په خاطر وستایي. په اعلامیې کې د بوریس جانسن د خبرو یوه برخه خپره شوې هم ده. د اوکراین د پارلمان غړو ته د بریتانیې د مشر په خبرو کې دا هم ویل شوي چې په اوکراین کې اوسنی حالت به نسلونه نسلونه یادوي. د بریتانیې په نظامي مرستو کې د جګړې بریښنایي وسایل، د توپونو د کشف کولو رادار سیستم او د شپې لخوا د دید زرګونه وسایل شامل دي. دا لومړی ځل نه دی چې بریتانیا د اوکراین سره د روسیې یرغل ته د ځواب ویلو او مقاومت کولو په خاطر نظامي مرستې ورکوي. بریتانیې همدارنګه اوکراین ته تر دې وړاندې د ټانک ضد توغندي، د هوایي دفاع سیستمونه او نور چاودیدونکي مواد ورکړي و.
































