د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۲ کال په تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې دوه سوه او ۷۹ زره افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو خپل وطن ته ستانه شوي دي. اوچا په دغه راپور کې، چې تیره اونۍ یې رسنیو ته استولی ویلی، چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل د اپریل میاشتې تر ۲۶ مې پورې ټول ۲۷۹ زره او شپږ سوه افغانان د ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې دوه سوه ۵۱ زره او اوه سوه تنه له ایران او ۲۸ زره نور له پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي. د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، چې افغانستان کې په روان ۲۰۲۲ کال کې تراوسه پورې د جګړو او طبیعي پیښو له امله د نوو بې ځایه شوو افغانانو په اړه دغې ادارې رپوټ نه دی ترلاسه کړی. د اوچا دا راپور ښيي، چې په تېرو نږدې څلورو میاشتو کې څه باندې دوه نیم سوه زره افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
































