د ایران او تاجکستان ولسمشرانو په یوه ټلیفوني اړیکه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرگنده کړې. د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پرون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په ټلیفوني اړیکه کې د افغانستان په تړاو خبرې کړي او په دې هیواد کې یې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرگنده کړې. په دې ټلیفوني اړیکه کې د ایران ولسمشر همداراز د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراختیا هم ټینگار کړی دی.
































