فارن پالیسي نشریې په یوه مطلب کې ویلي, چې امریکا له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د هاموې ټانکونو او د یو شمېر نورو وسایطو تر څنګ ۸۰ الوتکې او هلیکوپټرې تخریب کړې او یا هم په بشپړه توګه له منځه وړې دي. په دې مطلب کې ویل شوي چې له امریکا څخه په افغانستان کې شاوخوا ۴۲ زره د شپې دوربینونه، ۲۳۸۲۵ هاموې ډوله ټانکونه، شاوخوا اتیا امریکايي الوتکې او نور توکي پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا ددفاع وزارت په حواله ځینو امریکايي رسنیو ویلي وو، چې له امریکا په افغانستان کې د اووه میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات پاتې دي.
































