کاناډايي چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته یې له دغه هېواد څخه ۱۲ نیم زره افغانان ایستلي. د یاد هېواد د کډوالو چارو وزیر شان فریزر تېره ورځ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې یادو کسانو په افغانستان کې له کاناډا سره اوږه په اوږه کار کړی، چې دوی یې ستاینه کوي. د هغه په خبره، د لېږدول شویو کسانو له ډلې یې د تېرې شنبې په ورځ هم ۳۳۶ کسان د پاکستان له لارې کاناډا ته لېږدولي. هغه دغه راز زیاته کړې، چې دوی لاهم د هغو افغانانو د اېستلو هوډ لري، چې په افغانستان کې یې له کاناډا سره ګډ کار کړی وي. نوموړی په داسې مهال کاناډا ته د افغانانو د لېږد خبره کوي، چې ا.ا له ټولو هغو کسانو چې له هېواد څخه وتلي، بیرته د راګرځېدو غوښتنه کوي.































