د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. یاد بنسټ د مې ۳مې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپور شوي پيغام کې ویلي، چې افغانستان کې ازادې رسنۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي او له ا.ا یې غوښتي څو د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي. د بښنې نړیوال سازمان همداراز ویلي چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته شاوخوا ۶زره ۴سوه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، په دې موده کې د رسنیو ۸۰ کارکوونکو سره تاوتریخوالی شوی او د بېلابېلو عواملو له کبله شاوخو ۲۳۰ رسنیو خپل فعالیتونه درولي دي.
































