د خوړو نړیوال پروګرام افغانانو ته د اختر د مبارکۍ په ترڅ کې ژمنه کړې چې له بې وزلو افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ټویټر پاڼه کې هیله څرګنده کړې چې ټول افغانان اختر په سوله او خوشحالۍ کې ولمانځي. دغه راز ياد سازمان ویلي یې دي چې دغه پروګرام به خپلو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دا مسله یقیني شي چې تر ټولو زیانمنې کورنۍ خواړه ولري اود اړتیا وړ نورې مرستې ورسره وشي. د خوړو نړیوال پروګرام چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې اړو کسانو سره د خوړو او د اړتیا وړ نورو موادو مرستې کوي، روان ۲۰۲۲ کال د هغو افغانانو شمیر چې د خوړو له سخت کمي سره به مخامخ وي، شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي یاد کړي دي.
































