د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زلینسکي ويلي چې دوی له اروپا څخه تمه لري چې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي، څو روسیه له اقتصادي پلوه نوره هم وځپل شي. زلینسکي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوی تمه لري، تر څو اروپا به په نږدې راتلونکي کې پر روسیې نور بندیزونه هم ولګوي. نوموړي تمه ښوودلې چې په دې بندیزونو کې دې د روسیې د انرژۍ د عوایدو د بندولو لپاره ګامونه واخېستل شي. که څه هم پر اوکراین د روسیې له برید وروسته د اروپا او امریکا په شمول ګڼو نورو هېوادونو هم پر روسیې بندیزونه لګولي، خو روسیې لاهم له اوکراین سره جګړه ګرمه ساتلې.
































