عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۵۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۸۶۷۶ ته ورسېد. همدا راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله شپږ ناروغان مړه شوي او ۸ کسه نور بېرته ترې جوړ شوي دي. په دې توګه د کرونا له کبله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۹۳ کسانو ته رسېدلی دی.
































