د ا.ا مرکزي ویاند وايي، چې په افغانستان کې رسنۍ د قانون په رڼا په آزاده توګه خپل فعالیتونه ترسره کولی شي. نوموړي د مطبوعاتود آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو ټویټ پیغام کې زیاته کړې ده، چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته یوازې هغه رسنۍ تړل شوې دي، چې بهرنیو هېوادونو یې ملاتړ کاوه. مجاهد دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د دوی په زندانونو کې تراوسه هېڅ بندي خبریال نشته او که کله کوم خبریال د وضاحت غوښتلو په مانا ادارو ته بلل کیږي هغه د شکنجې په مانا نه ده. نوموړي دغه راز د رسینو د بشپړ ملاتړ ترڅنګ زیاته کړې، چې په مالي برخه کې به هم ا.ا. له رسینو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د بښنې نړیوال سازمان د مطبوعاتو د آزادۍ د ورځې په خاطر په خپاره کړي پیغام کې په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او له ا.ا یې غوښتي څو د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.
































