د لویولارو موټر چلوونکي وايي، چې د تېرو جګړو او ماين چاودنو له امله ويجاړ شوي پلونو دوی له ګنو ستونزو سره مخ کړي دي او ډېر مهال د ترافيکي پېښو لامل کېږي. هغوی له سرپرست حکومته ددغو پلونو د رغولو غوښتنه کوي. دوی وايي اوسمهال چې په هېواد کې نسبي امن راغلی حکومت بايد د لارې په اوږدو کې د ويجاړو شويو پلونو د رغولو غم وخوري. موټر چلوونکي وايي په دې سره به مسافر له ستونزو خلاص شي، موټر به يې له زيانمنېدو وژغورل شي او د ترافيکي پېښو مخنيوی به وشي. د ا.ا مسوولين وايي د لویو لارو ويجاړ شوي ځايونه او پلونه به په نښه او بېرته ورغوي. د معلوماتو له مخې په تېرو جګړو کې د لویو لارو ډیرې برخې ویجاړې شوي، بلکې ډېرې برخې يې کنډو کپر شوي چې جدي بیارغولو ته اړتيا لري.
































