د ا.ا. د پوهنې وزارت وايي، چې سږ کال په درسي نصاب کې د بدلون لپاره پلان نه لري. د یاد وزارت ویاند عزیز احمد ریان له سپوږمۍ راډيو سره په خبرو کې هغه اوازې رد کړي، چې ویل کېده سږ کال به د پوهنې وزارت په درسي نصاب کې بدلون راشي. د نوموړي په خبره چې د ۱۴۰۱ ش کال لپاره په نصاب کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د تېر حکومت پر مهال چې په ښوونځيو کې کوم کتابونه لوستل کېدل اوسمهال هم همغه درسي نصاب لوستل کیږي. ریان زیاتوي چې په راتلونکي کلونو کې به هم د کتاب د منځپانګې د ښه والي او درسي نصاب د پیاوړتیا لپاره پوره کار وکړي او هڅه به یې دا وي، چې د هېواد درسي نصاب پیاوړی کړي. پوهني وزارت داسې مهال دغه خبره کوي، چې په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې پوهنې وزارت پلان لري څو د سږ کال لپاره په درسي نصاب کې بدلون راولي.
































