ا.ا وايي، چې افغان ځواکونه د هوايي ډګرونو د امنیت په برخه کې چاته اړتیا نه لري او په خپله یې امنیت ساتي. د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي، چې د هیواد د ټولو هوايي ډګرونو امنیت په خپله ساتي او په دې برخه کې تراوسه له هیڅ هیواد سره خبرې نه دي شوې. د نوموړي په خبره له نورو هېوادونو سره یې یوازې پر تخنیکي مرستو خبرې کړې دي او افغان ځواکونه دا توان لري، چې د هیواد د ټولو هوايي ډګرونو امنیت په خپله وساتي. د یادونې وړ ده، چې چې له تیرو څو میاشتو راهیسي د افغان حکومت، قطري او ترکي لوريو ترمنځ د هوايي ډګرونو د مدیریت په برخه کې خبرې روانې وې او تازه د هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دواړه لوري توافق ته رسېدلي چې ژر به د هوایي ډګرونو د مدیریت چارې پيلېږي او په دې پرخه کې به د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه پر اړتیاوو او وړتیاوو بحثونه کوي.
































