د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د یوې لایحې په تصویب سره په دې هېواد کې پر ټولنیزو رسنیو باندې بندیز ولګاوه. نوموړي دا لایحه د یو شمیر کسانو د مخالفت سره سره تصویب کړه. ویل کیږي، چې دا کار د هغو کسانو په مقابل کې شوی چې پر حکومت به یې پر ټولنیزو رسنیو باندې نیوکې کولې. له دې وروسته په قزاقستان کې ټولنیزې رسنو د فعالیت لپاره باید قانوني جواز ترلاسه کړل شي او له هغه وروسته فعالیت ترسره کړل شي.
































