د ا.ا. د قطر دفتر غړي انس حقاني خوست ولایت کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې په نږدې ورځو کې به دیني عالمان یوه پراخه غونډه ترسره کړي او د نجونو پر مخ د تړل شویو ښوونځيو ستونزه به پکې هواره شي. نوموړی داسي مهال دغه خبره کوي، چې په هیواد کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل کیدو په کور دننه او بهر توند غبرګونونه راپورکړي او په بار بار پکې له ا.ا څخه د نجونو د ښوونځيو د پرانیستل کیدو غوښتنه شوې ده.
































