د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا وون دیر لیین ویلي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به پر روسیې د بندیزونو پر دوام یو ځل بیا ددې هیواد څلور برخې په نښه شي. نوموړې د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده، چې جګپوړي روسي پوځي افسران چې د دې په خبره بوچا او ماریوپول کې یې جنګي جرمونه کړي دغو بندیزونو کې هدف وګرځي. او په ګڼو نورو برخو کې به پر دې هیواد بندیزونه ولګوي. د نوموړې په خبره اروپايي ټولنه به شپږو میاشتو کې له روسیې د اومه او د ۲۰۲۲ کال تر پایه د چاڼ شویو تېلو واردول ودروي.
































