د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو وايي، چې اوکراین ته د ناټو په لېږدونکو وسلو باندې به برید وکړي. روسيې چارواکو ویلي، دوی له تورې بحیرې څخه دوه کروز توغندي په اوکرایني اهدافو باندې ویشتي دي او یو ځل بیا یې خبرداری ورکړی چې دوی به اوکراین ته د ناټو په لېږدونکو وسلو باندې بریدونه وکړي. شویګو وايي، امریکا او ناټو اوکراین ته په دوامداره توګه وسلې لېږي او په دې وروستیو اونیو کې دا اندازه ډېره شوې ده. خو هغه وویل، دوی اوکراین ته د ناټو هره ترانسپورتي وسیله څاري او که وسلې او د اوکراین پوځ ته پکې نور داسې شیان وي نو ویجاړ به یې کړي. د روسې د دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي وو، چې دوی په اوکراین کې شپږ د اورګاډو داسې سټېشنونه ویجاړ کړي دي د کومو له لارې چې اوکرایني ځواکونو ته له لوېدیځو هېوادونو څخه وسلې لېږدول کېدې.
































