عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو څلور میاشتو کې ۲۴۷ تنه د شري ناروغۍ له امله مړه شوي دي. د دې وزارت ویاند جاوید هژیر په هېواد کې د شري ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو خبر ورکوي او وايي، چې د روان میلادي کال د پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۳۵ زره ۶۱۳ تنه په دې ناروغۍ اخته شوي، چې له دې ډلې ۲۴۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د شري ناروغۍ پېښې ډیرې شوې دي. د کابل د اندراګاندي روغتون ډاکټران هم په دې روغتون کې د شري ناروغانو د زیاتېدو خبر ورکوي.
































