ملګري ملتونه وايي افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري چې له شدیدې لوږي سره مخامخ دي چې دغه حالت خورا بوګنوونکی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي چې تاوتریخوالي، اقلیمي بدلون او اقتصادي بحرانونو د انسانانو ژوند تباه کړی او په ۲۰۲۱ کې ۴۰ میلیونه انسانان هم له شدیدې لوږې سره مخامخ شوي. دا سازمان وايي چې د نړۍ ۵۳ هېوادونه له دغې ستونزې سره مخامخ دي او افغانستان په ۲۰۲۱ کې د لست سر ته پورته شوی دی چې میلیونونه انسانان په کې له شدیدې لوږې سره مخامخ دي. راپور وايي چې د کانګو جمهوریت، ایتوپیا، یمن او افغانستان ډېراغیزمن شوي هېوادونه دي. د فرانسې خبري اژانس د اف اې او د راپور په استناد لیکلي دي چې تېر کال په نړۍ کې له لوږې سره د مخامخ انسانانو شمېر ۱۹۳ میلیون ته پورته شوی دی او دا لوږه ده چې د قحطۍ ګواښ رامنځ ته کوي او د ډېرې مړینې لامل کېږي.
































