د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخوانی رییس جنرال ډیویډ پټرییس وایي د امریکا هغه نظامي تجهیزات او تسلیحات چې په افغانستان کې پاتې دي په هغه اندازه چې راپور ورکړل شوی جدي نه دي خو د اندېښنې وړ دي. د امریکا د دفاع وزارت د راپور پر اساس، پر افغانستان د ا.ا له واکمنیدو وروسته، لږ تر لږه د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او وسلې چې د امریکا له خوا د افغانستان د پخواني حکومت دفاعي او امنیتي ځواکونو ته اخیستل شوي وې، د طالبانو لاس ته ورغلي دي. دغه امریکایي جنرال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او همدارنګه د داعش ډلې د تاوتریخوالو په اړه هم اندېښنه ښودلې. جنرال پټریویس په افغانستان کې بشري کړکېچ ته په اشارې سره ویلي چې په اوکراین کې د روسیې جګړې د افغانستان په ناوړه بشري وضعیت اغېز کړی دی.
































