د امریکا د حکومت یوې ادارې چې د افغانستان تحولات څاري، ویلي چې واشنګټن اوکراین ته د هغو شپاړسو ام ای ۱۷ ډوله چورلکو د ورکړې په حال کې دی چې د افغانستان پوځ ته اخیستل شوې وې. د امریکا دفاع وزارت په جنوري میاشت کې کانګرس ته وویل چې غواړي د اوکراین حکومت ته د روسیې ساخت پنځه چورلکې ورکړي کومې چې د اوکراین په یو ورکشاپ کې تر ترمیم لاندې دي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمنفتش ادارې یا سیګار په خپل څلور میاشتني راپور کې چې روانه اوونۍ د امریکا کانګرس ته وسپارل شو ویلي چې اوکراین د مارچ په ۱۱ نیټه دغو دفاعي وسایطو ته لاسرسی ومانه. ام ای ۱۷ چورلکي تر ډیره عساکر او تجهیزات لیږدوي.
































