د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې پر روسیې باندې د نویو بندیزونو لګولو ته چمتو دی او په راتلونکو څو ورځو کې به د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو جي-۷ له مشرانو سره پر نورو اقداماتو بحث وکړي. بایډن د اروپايي ټولنې له لوري د روسیې په تیلو باندې د نویو بندیزونو له وړاندیز کولو وروسته وویل چې له خبرو اترو وروسته به معلومه شي چې په مسکو باندې نور بندیزونه ولګول شي که نه. امریکا هلې ځلې کوي چې پر روسیې باندې د کلکو اقتصادي بندیزونو د لګولو او له کیيف سره د پوځي او بشري مرستو له لارې په اوکراین کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. امریکا او اروپايي ټولنې وار دمخه د روسیې ولسمشر او د هغه د دوو لورګانو په ګډون په یو شمېر لوړ پوړيو روسي چارواکو بندیزونه لګولي دي. مسکو یې په ځواب کې په ولسمشر جوبایډن، د بهرنیو چارو په وزیر انتوني بلینکن، د دفاع په وزیر لوید استن او یو شمېر نورو امریکايي چارواکو هم بندیزونه لګولي.
































