د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې الیس ویلز ویلي پاکستان لا هم د ترهګرۍ ضد مبارزه کې باوري ګامونه نه دي اخیستي او دوی به ورباندې فشارونه دوامداره کړي څو دا هېواد د ترهګرۍ ضد برخه کې باوري ګامونه پورته کړي. نوموړې په واشنګټن کې د هند په سمندرګي کې د امریکې لومړیتوبونه تر عنوان لاندې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، هند په افغانستان کې یو مهم شریک دی او په راتلونکې کې به هم وي. هغې زیاته کړې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي څو اوونۍ مخکې په نوي ډیلي کې د افغان سولې بهیر په اړه له هندي چارواکو سره خبرې کړې دي او د سیمه ییزو کړنلارو په اړه یې پوښتلي دي چې د افغانستان په راتلونکي کې څه مرسته کولی شي. هغې زیاته کړې، د افغانستان ابادي کې هند مهم رول لري او باید له پامه ونه غورځول شي.
































