د افغانستان سرپرست حکومت وايي، په ایران کې اوسمهال له افغان کډوالو سره وضعیت نورمال شوی او ایران منلې چې له دې وروسته به د افغان کډوالو سره هېڅ ډول تاوتریخوالی نه کېږي. د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، ایران منلې چې له دې وروسته به د افغان کډوالو سره تاوتریخوالی نه کېږي او په دې هېواد کې اوس له افغان کډوالو سره وضعیت نورمال شوی دی. نوموړي تر دې مخکې ویلي و، چې د دوی یو پلاوی د افغان کډوالو او دغه شان ایران ته د افغانانو د تګ راتګ په برخه کې د ستونزو د حل او د یو مناسب چاپیریال د رامنځته کېدو په موخه هغه هېواد ته رسېدلی دی. په دې وروستیو کې په ایران کې افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو بېلابېلې ویډیو ګانې خپروې شوې، چې په کې لیدل کېدل ایراني خلک او پولیس له افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.































