د بریتانیا د پوځ یوه مخکیني جنرال سر جان مککول چې افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې ویلي د بریتانیا حکومت باید د شرم ژور احساس وکړي ځکه ګڼ هغه افغانان چې له ناټو سره یې کار کړی لا هم خپل هېواد کې پاتې دي. هغه زیاته کړې بریتانیا هغو افغانانو سره خپله ژمنه نه ده پر ځای کړې، چې دوی سره يې همکاري کړې. د بریتانیا د پوځ دغه پخواني مشر ویلي سلګونه کسان چې بریتانیا ته د راتللو جوګه او مستحق دي، لا هم افغانستان کې پټ ژوند تېروي. د بریتانیا دفاع وزارت وايي چې تر اوسه یې له ۹۰۰۰ ډېر افغانان له خپلو اړوندو کورنیو سره لېږدولې دي. د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تر ۲۰ زرو ډېرو افغانانو ته بریتانیا کې د اوسېدو زمینه برابروي. د بریتانیا د پوځ دغه مخکیني جنرال د دې پوښتنې په اړه چې ګوندې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو طرحې اوکرایین کې د جګړې له کبله ځنډېدلې وویل دا سمه پلمه نه ده. مککول ویلي حکومت باید د ډېر شرم احساس وکړي، څنګه چې یې دی کوي.
































