د افغانستان ا.ا وايي، له افغان سیاستوالو سره د خبرو اترو شورا د طرزالعمل پر جوړولو کار روان دی. د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، له افغان سياستوالو سره د خبرو اترو پر طرز العمل کار روان دی او په وينا يې چې په نهايي کيدو سره به يې د کارونو رسمي پيل هم اعلان شي. دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې یو میاشت مخکې د افغانستان ا.ا د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په مشرۍ د یوې اوه کسیزې شورا ترتیب اعلان کړی و او ویلي یې وو چې ياده شورا به له افغان پخوانیو چارواکو او سیاستوالو سره اړیکې نیسي څو هغوی راضي کړي چې وطن ته را ستانه شي. په دې پلاوي کې د ا.ا د کابينې څو غړي او مهم مشران شامل وو. ځينو پخوانيو چارواکو که څه هم د دې شورا له جوړيدو هرکلی وکړ خو ټولو ټينګار کاوه چې د ټولګډونه حکومت جوړول له شته ستونزو د وتلو لاره ده چې بايد ا.ا ورته غاړه کېږدي. ټولګډونه حکومت د ا.ا د په رسميت پېژندنې لپاره د نړيوالې ټولنې شرط هم دی.
































