د فرانسې او هند مشرانو په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د یوه ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی، له سوله ییز، امن او باثبات افغانستان څخه یې خپل ملاتړ هم اعلان کړی دی. نریندرا مودي د خپل اروپايي سفر په لړ کې له المان او ډنمارک وروسته تېره شپه فرانسې ته ورسېد او د دغه هېواد له ولسمشر سره یې وکتل. د هندي رسنیو د راپور له مخې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د سوله ییز، امن او باثباته افغانستان څخه د خپلو هېوادونو ملاتړ اعلان کړی دی. سرچینې لیکلي چې د یادو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د داسې یوه ټولشموله حکومت رامنځته کېدو غوښتنه کړې چې د ټولو افغانانو استازولي او د ښځو، ماشومانو او لږګکیو حقوقو ته درناوی وکړي.
































