د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که چېرته د کرونا دوهمه څپه هم راشي دوی به بیا امریکا ونه تړي. نوموړي یو ځل بیا پر ایالتونو فشار ډېر کړی دی څو کاروبارونه بېرته پرانیزي. ټرمپ زیاته کړې، فکر نه کوي چې خلک دې نور ودرېږي، ځکه ټول پیسو پیدا کولو ته اړتیا لري او هغوی نور په کور نشي پاتې کېدلی. په ورته وخت کې د امریکا د ټولو ۵۰ ایالتونو چارواکو د کارونو د نیمه پرانیستلو پلانونه اعلان کړي دي. ټرمپ دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې امریکا کې د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته څلوېښت میلیونه وګړي وزګار شوي او تر ۳۸ میلیونه ډېرو امریکایانو حکومت ته د مرستو وړاندیزونه کړي دي.
































