د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د اتباعو سرشمېرنه پیل شوې او دغه هېواد هڅه کوي چي دا کار په لنډ وخت کي ترسره کړي. د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په وینا ۵ میلیونه افغان مهاجر په ایران کې ژوند کوي. د ایران د خبري آژانس د راپور له مخې د ایران د کورنیو چار وزیر احمد وحیدي، په دغه هېواد کې د افغان اتباعو د سرشمیرنې په هکله وویل چې دا کار اجباري دی او د دغو اتباعو د نه حضور په صورت کي به هغوی په ایران کي غیرقانوني وبلل شي. ایران له څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان مهاجرو کوربتوب کوي. په افغانستان کې د جمهوریت تر سقوط وروسته، ایران ته د افغانانو مهاجرت ډیر شوی او ورسره د دغو مهاجرو اخراج هم ادامه لري. ایراني چارواکي وايي اوسمهال پنځه میلیونه افغانان په دغه هېواد کې ژوند کوي. د رپوټونو له مخي ځیني هغه افغانان چي د ویزې په لرلو سره ایران ته ورغلي، د هغوی ویزې ختمي شوي او په غیرقانوني ډول په دغه هېواد کي ژوند کوي.
































