ازبکستان وایي چې له ا.ا سره په ډیرو مسایلو کې تعامل لري او وایي چې دغه ډله باید د یو واقعیت په توګه ومنل شي خو تاکید کوي چې د نړیوالې ټولنې څخه وړاندې به د دغې ډلې حکومت په رسمیت ونه پيژني. د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشف وایي دوی به افغانستان په یواځې توګه په رسمیت ونه پیژني، تر څو چې دغه کار کیږي، غواړي چې په دې اړه جمعي حمایت او غږ موجود وي. ټولشموله حکومت، د بشر حقونو او په ځانګړې توګه د میرمنو حقونو ته درناوی او د نړیوالو ترورستي ډلو سره د اړیکو پرې کول د ا.ا د رسمیت پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له شرطونو څخه دي. خو ارګاشف په دې باور دی چې طالبانو ته په چټکۍ دغه شرایط برابرول ستونزمن کار دی. ارګاشف زیاتوي چې طالبان په دې پوه شوي چې په نړیواله کچه په رسمیت پيژندلو لپاره اړ دي چې ځینې بدلونونه رامنځ ته کړي. ا.ا بیا وايي چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو پاللو ته ژمن دی.
































