ترکیې د افغانستان د روزنتونونو له ماشومانو سره د زر ټنه خوراکي توکو او ۷۰۰ غالیو مرسته وکړه. د روزنتونو عمومي رییس الحاج فیض الاحمد کاکړ په تهیه مسکن روزنتون کې د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې وویل، په افغانستان ۶۷ روزنتونونه شته چې له ډلې یې ۳۵ دولتي او پاتې نور یې نادولتي دي. نوموړي وويل، د ترکيې هېواد دا مرستې به پر مستحقینو ووېشل شي. هغه د ترکيې له مرستو مننه وکړه، وویل چې دغه هېواد له افغانستان سره د پوهنې، روغتیا او په نورو مختلفو برخو کې مرستې کړې چې د قدرونې وړ دي. په همدې حال کې په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د یادو توکو د سپارلو پر مهال وویل، هېواد په افغانستان کې له نوي بدلون وروسته تر اوسه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو سره بشري مرستې کړي او په راتلونکي کې به هم دوام ورکړي.
































