د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو له راوتلو او له امله یې د رامنځته شویو زیانونو په اړه د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو موسسو او هېوادونو څخه د سېلاب ځپلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت وايي، وروستیو سېلابونو خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي او مرستې ته اړتیا لري. د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټولو نړیوالو سازمانونو، خیریه موسسو او هیوادونو غږ کړی چې افغانستان کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره بیړنۍ بشري مرستې وکړي. د هېواد په ٢٦ ولايتونو کې د سېلابونو د احتمال په اړه د هوا پېژندنې ادارې له خبرداري وروسته، يو شمېر ولايتونه د سختو سېلابونو شاهدان وو چې په پايله کې يې لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه او لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړلې ده.
































