د پاکستان لومړی وزیر وایي نړیواله ټولنه دې د افغانانو لاسنیوی وکړي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د وچکالۍ او په وروستیو کې د سیلابونو له امله د ډېرو افغانانو ژوند له خطر سره مخ دی او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د دوی لاسنیوی وکړي.
د شریف په خبره پاکستان تر خپلې وسې دې ته تیار دی چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي، خو وروستیو سیلابونو د بشردوستانه مرستو اړتیا ډېره کړې ده چې له امله یې د نړیوالې ټولنې مسوولیت هم په زیاتېدو دی. شبهاز شریف وایي چې که له اړمنو افغانانو سره پر وخت مرسته و نه شي نو د بشري ناورین د لا پراختیا احتمال شته دی.
































