د امریکا ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو د نویو مرستو اعلان وکړ. بایډن د دې مرستو د اعلان پر وخت وویل چې د اوکراین سره د مرستو لپاره بودجه مخ په خلاصېدو ده او کانګرس څخه یې وغوښتل چې نورې مرستې منظورې کړي. د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي ویلي چې په نویو مرستو کې ۲۵ زره د هاوان ۱۵۵ ملي متره مرمۍ، د توغندیو ضد رادارونه، د وسلو پرزې او د برقي وسایلو د جام کولو وسایل شامل دي. امریکا تېره اوونۍ اوکراین ته د توپ وسلې ورکړې وې او داسې څرګندیږي چې دا مرمۍ د همدې توپونو لپاره اوکراین ته ورکول کیږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین وایي د فبرورۍ میاشتې راپدیخوا چې روسیې اوکراین یرغل کړی، متحده ایالاتو د کیف سره یوازې د وسلو لپاره د ۳.۸ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې کړي چې دا تازه اعلان شوې مرستې هم پکې شاملې دي.
































