د ایران ولسمشر حسن روحاني له کرونا سره د مبارزې ملي کمیټې ته په خبرو کې ویلي چې د جوزا میاشتې په لسمه نېټه دې ټولې ادارې پرانیستل شي او کارکوونکي دې د روغتیایي سپارښتنو په پام کې نیولو سره خپلو دندو ته حاضر شي. نوموړي دغه راز د کوچني اختر له لومړۍ ورځې د ټولو زیارتي او مذهبي ځایونو د پرانیستل کېدو سپارښتنه هم کړې ده. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په ایران کې د کرونا وبا له امله ۷۳۰۰ کسان مړه شوي دي خو روغتیایي چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې کمې شوې دي.
































