د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د کوټې چت لويدلی چې له کبله يې د یوې کورنۍ ۶ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. يېښه تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ اړوند غزو کلي کې د ناصر خان په نوم د یو کس په کور کې شوې چې له کبله يې د نوموړي څلور لوڼې مړې شوې، يو زوی او مېرمن يې ټپيان شوي دي. د پېښې د علت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي خو ننګرهار کې ډيری مهال دا پېښې د کورونو د زوړوالي له کبله رامنځته کېږي چې ډير کله پکې د سر زيان هم اوړي.
































