د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین پلازمېنې کییف ته نږدې د روسي ځواکونو د یرغل پر مهال د شپیتو ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد را ټول کړي دي. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، داسې شواهد شته چې روسي ځواکونو د بوچا په ګډون د کيېف په اتو څنګلورو ښارونو کې د یرغل په لومړیو اونیو کې ځورونې، خپلسري اعدامونه او په ملکیانو باندې بې باکه ډزې کړې دي. د دغه سازمان مشرې اګنېس کالاماراد ويلي چې ملکیان قصداً په نښه شوي او دا بریدونه د منلو وړ نه دي. هغې د بخښنې نړیوال سازمان دا اقدام چې د روسیې ممکنه جنګي جنایتونو په تړاو یې اسناد راټول کړي تاریخي بللی. د بخښنې نړیوال سازمان د پلټنو له مخې په مارچ میاشت کې د روسيې په هوایي بریدونو سره د بورودیانکا ښارګوټي کې څه باندې ۴۰ ملکیان ووژل شول او د بوچا شاوخوا هم د خپلسرو او ناقانونه وژنو ۲۲ پېښې شوي دي.
































