عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د تازه ۷۸۲ مثبتو پېښو ثبتېدو راپور ورکړی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دا پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې ثبت شوې دي چې تر ټولو لوړ شمېر یې بیا هم په کابل کې دی. دا په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه پر کرونا ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی چې وسره په هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نهه زره او ۹۹۸ ته او د مړه شویو هغه بیا ۲۱۶ ته پورته شوی دی.
































