د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت د ګرمۍ د سختې څپې د ورتګ خبرداری ورکړی او خلکو ته يې سپارښتنه کړې چې احتیاطي تدابير ونیسي. د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو څانګې په يوې خبرپاڼې کې ويلي چې سر له سبا به د دې ايالت په ځينو سيمو، په ځانګړي ډول جنوبي علاقو کې تودوخه له اوو تر نهو درجو نوره هم لوړه شي. دوی ويلي، خلک دې نه يوازې د ځان بلکې د خپلو څارويو د خونديتوب لپاره هم اړين تدابير ونیسي. په خيبر پښتونخوا کې د ګرمۍ د دې څپې او تودوخې د لوړيدو خبرداری په داسې حال کې دی چې همدا اوس په پېښور کې تودوخه د سانتي ګريډ ۳۷ درجې ده. پاکستان کې د اقليمي ادارو چارواکو ويلي چې نږدې ورځو کې د اورښتونو هيڅ اټکل نشته چې دا چاره به خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي.
































