د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونيو ګوتېرش سره د افغانستان د وضعيت په تړاو خبرې کړې دي. عبداللهيان په افغانستان کې بشري وضعيت ترينګلی بللی او له دې وضعيته د وتلو لپاره يې د ټولګډونه حکومت پر جوړيدو ټينګار کړی دی. هغه ايران کې د افغان کډوالو مسئلې ته هم اشاره کړې او له ملګرو ملتونو يې غوښتي چې په پالنه کې يې ونډه واخلي. د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي، افغانستان کې بېوزلي ورځ تر بلې ډيريږي چې لوی لامل يې د لويديځو هيوادونو له لوري د هيواد د ارزي شتمنيو کنګلتيا ده. هغه ويلي چې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره بايد د افغانستان شتمنۍ ازادې کړای شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړيدو ټينګار کړی او په ورته مهال يې د افغان کډوالو د منلو له کبله له ايران مننه کړې ده. ګوترېش ويلي، هيله لري چې ملګري ملتونه به د افغان کډوالو په پاللو او خوندي کولو کې له ايران سره مرسته وکړای شي.
































