هند او ایټالیا د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې د هند او ایټالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان او اوکراین کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر ویلي چې د افغانستان وضعیت د نړۍ پاملرنې ته اړتیا لري او په خبره یې دمګړی دلته روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی. ایټالیايي لوري هم ویلي چې دوی له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي څو په افغانستان کې د روان بشري ناورین د لا پراختیا په برخه کې اغېزناک ګامونه اوچت شي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه به ګډ کار او د نظرونو شریکولو ته ادامه ورکوي.
































