برېټانیا له اوکراین سره د شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ډالره مرستې اعلان کړی دی. د راپورونو له مخې د برېټانیا لومړي وزیر ویلي چې دوی د اوکراین د ملاتړ او د اوکراین له خلکو سره د مرستو په موخه له دغه هېواد سره ۱۶۰ میلیونه ډالر مرسته اعلانوي.
دا مرستې تر ډېره نظامي برخه تر پوښښ لاندې راولي. د برېټانیا لومړي وزیر په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې د اوکراین مسئله نه یوازې د اوکراین لپاره بلکې د ټولې اروپا لپاره مهمه ده او دوی اړ دي چې د اروپا د ساتنې لپاره له اوکراین سره خپلې مرستې ډېرې کړي. امریکا هم تېره ورځ له اوکراین سره ۱۵۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې وه.
































